Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت: د افغانستان خلاف لاس موټرو باندې ښایي نور قیودات هم وضع شي

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان خلاف لاس ثبت شوو موټرو مالکان دې خپلو دغو موټرو ته موقت نمبرپلېټونه واخلي، خو هغه چې ثبت نه دي، له کابله دې وایستل شي او په ولایتونو کې دې ورته سټېکر واخیستل شي، څو یوازې په اړوندو ولایتونو کې د ګرځېدو اجازه ولري.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترینګ‌لرونکو نقلیه وسایطو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټېکرونه یې ترلاسه کړي، خبر ورکول کېږي چې په کابل کې د ترافیک پولیسو ریاست او په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو د خبرتیا خپرېدو له نېټې تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جوازسیرونه او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، ټول هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترینګ‌لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت نه دي او سټېکر نه لري، د وږي له اتمې نېټې وروسته ‎دې له کابل ولایته ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څښتنان دې په لنډه موده کې د خپلې خوښې په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو سره خپل نقلیه وسایط ثبت او سټېکر دې ترلاسه کړي.

یاد وزارت لیکلي، دغه‌راز هغه د افغانستان خلاف لاس اشترینګ‌لرونکي نقلیه وسایط چې قانوني اسناد نه لري، د دې خبرتیا له نشرېدو وروسته دې کابل ولایت ته له راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، خو هغه نقلیه وسایط چې د کابل ولایت د ترافیک پولیسو له ریاست سره ثبت دي کولای شي کابل ته د خپلو موقتو پلېټونو اخيستلو لپاره ورشي.

سرچینې زیاته کړې، هغه د افغانستان خلاف لاس اشترینګ‌لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري او نور هيڅ ځای ته نشي تللی.

کورنیو چارو وزارت لیکلي: «دا چې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو ښايي په نږدې راتلونکي کې ورباندې نور قیودات هم وضع شي، نو له خپلو درنو هېوادوالو غوښتنه کوو چې د یادو نقلیه وسایطو له پېرلو ډډه وکړي څو وروسته له دې د نورو خونړیو پېښوشاهدان نه وو.»

خبرپاڼه کې راغلي، د وروستیو ترافیکي پېښو مرګ‌ژوبلې ارقامو ته په کتو او په اړه یې د مخنیوي په موخه، د یادو وسایطو ټولو مالکینو ته خبر ورکول کېږي چې یادو مواردو ته پوره پاملرنه وکړي او پر ځان یې عملي کړي او د نه رعایت په صورت کې له سرغړوونکو سره  سخت قانوني چلند کېږي.

کورنیو چارو وزارت وایي، وروسته له یادې نېټې د افغانستان خلاف لاس اشترینګ‌لرونکو نقلیه وسایطو ثبت په کابل ولایت کې نه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.