Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پېژندپاڼه کې د ښځو لپاره انځور لګول اختیاري شو

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د احصایې او معلوماتو اداره وایي، مرکزي دارالافتاح په پېژندپاڼه کې د ښځو لپاره د انځور لګول د سخت ضرورت پر اساس شرعي کړنه او اختیاري بللې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اداره په ټول هېواد کې نارینه او ښځینه وګړو ته پرته له کوم توپیر پېژندپاڼې وېشي او د شته تګلارو له مخې، په پېژندپاڼه کې د انځورونو نصب د هویت د دقیق تثبیت په موخه یو اړین امر دی.

دی وایي، دغه راز کله چې ځیني هېوادوال نورو هېوادونو ته سفرونه کوي نو هېوادونه د انځور درلودو لپاره ځانګړي نورمونه لري او په پېژندپاڼه کې د انځور درلودل اړین ګڼي.

ده وویل: «د یادې موضوع، په ځانګړې ډول پېژندپاڼه کې د ښځینه انځور لګولو په اړه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله تعالی له مقامه د هدایت غوښتنه وکړه او امیرالمومنین حفظ الله تعالی له خوا یاده موضوع مرکزي دارالافتاح ته د وروستۍ پرېکړې په موخه ولېږل شوه او د دارالافتاح د ۱۰۷۵ ګڼې د پرېکړې له مخې، په پېژندپاڼه کې د ښځینه انځور لګول د سخت ضرورت پر اساس شرعي کړنه او اختیاري وګڼله.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.