کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): په بغلان کې د غوري سیمنټو د تولید د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارې د ۸۶.۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن په هېواد کې د سیمنټو د تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته کوي.
هغه زیاته کړه، صنعتي پرمختګ د هر هېواد لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ هغه هېوادونه چې صنعتي فابریکې لري، نه یوازې په کور دننه د تولید ځواک پیاوړی کوي، بلکې د ملي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لوبوي.
نوموړی وايي، نننۍ افتتاح د سیمنټو د تولید برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ستر ګام دی او خلکو ته د کار او دغهراز د هېواد د صنعتي کېدو زمینه برابروي.
هغه وویل، دغه فابریکه چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري، پر جوړېدو یې ۸۶.۷ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
برادر وایي، د فابریکې په فعالېدو سره به د سیمنټو اړتیاوې په کور دننه پوره شي، د اسعارو مصرف به کم شي، د کار فرصتونه به زیات شي او د سمنټو بیې به ثبات ولري.
په یاده غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال وویل، د غوري سمنټو درېیمه فابریکه د هېواد د صنعتي خپلواکۍ لپاره ستر ګام دی؛ د ملي تولید ځواک پیاوړی کوي، ځوانانو ته د کار فرصتونه برابروي او اقتصادي ودې ته لاره هواروي.
هغه زیاته کړه: «زموږ عزم دا دی چې خپل هېواد د خپلو خلکو او د خپلې ارادې پر مټ آباد کړو او د همدې عزم پر بنسټ خپلو موخو ته ورسېږو.»
په یاده غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، د فابریکې جوړېدل هېواد ته پرمختګ راولي.
نوموړی وایي، هغه هېوادونه چې صنعت یې پیاوړی وي، په نړۍ کې مخکې دي، او د اسلامي امارت په راتګ سره صنعت برخه په پراختیا او پرمختګ کې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP