Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن ميانمار هېواد ته روانه شوه.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ادارې مشر مولوي احمدالله وثيق، د دغې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې وویل، خوښ دی چې له هغو ځوانانو سره ګوري چې د افغانستان په استازولۍ به د اسیا جام فوټبال غوراوي سياليو کې ګډون کوي.

هغه یادو لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: «تاسو په سياليو کې د افغانستان سفيران يئ، نو تاسو بايد د افغانستان ښه استازولي وکړئ او له دغو سياليو ډک لاس هېواد ته راستانه شئ.»

د فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمدجان ځدراڼ ویلي، افغان لوبډله يوه منسجمه لوبډله ده، چې د داخلي لوبغاړو سربيره په کې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغان فوټبالران هم شتون لري.

هغه تمه ښودلې چې دوی به وکولی شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او ښې پایلې به ترلاسه کړي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلنو کم عمره ځوانانو فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ په یوولس بېلابېلو ګروپونو کې پيل او د همدې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان به د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.