Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د ځینو تاریخي ابدو د بیارغونې غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر‎ اوسېدونکي په دغه ولایت کې د یو شمېر تاریخي ځایونو او ابدو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې بیارغونې او خوندیتوب یې پام وکړي، مسوولین وايي چې ځینې تاریخې ابدې رغول شوې او هڅه کوي نورې هم ورغوي.

غزني د افغانستان یو له هغو لرغونو ولایتونو شمېرل کېږي چې ګڼ شمېر تاریخي ځایونه او ابدې لري او له ډلې یې شاوخوا سل ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او راجسټر دي.

غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونومول شو او زیاتره تاریخي سیمې یې بیاورغول شوې خو له دې امله چې په ټیټ کیفیت رغول شوې وې، ډېرې یې بېرته تخریب شوې دي.

د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې، په غزني ولایت کې د غزنین کلا، تاریخي برجونه، د محمدشریف خان ماڼۍ، قلعت غزنین جومات، بېګم ګنبد او د ملا مشک‌علم زیارت هغه تاریخي ځایونه دي چې رغونې ته اړتیا لري.

د غزني د زاړه ښار یوه قومي مشر محمدغوث علیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، غزني له پخوا راهیسې د لرغونو تمدنونو زانګو ده چې ډېر شمېر لرغونې ابدې یې له اسلامه وړاندې د زردشت او بودا دورو پورې تړاو لري او له اسلام وروسته د غزنویانو، غوریانو او تیموریانو دورو یادګارونه هم لري.

نوموړي وویل، تاریخي ابدې له تاریخي اړخه د یوې ټولنې تر ټولو ښه پېژندګلوي ثابتوي او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د دغو ابدو ساتنه وکړي.

د یادې سیمې یوه بل قومي مشر سیداغا قادري هم وایي، تاريخي ځايونه د يوې خاورې د هويت او لرغوني فرهنګ څرګندونه کوي او بايد خوندیتوب ته یې پاملرنه وشي.

هغه وویل: «زموږ په ولایت کې بې‌شمېره تاریخي ابدات شته چې هر یو یې تاریخي مخینه او ځانګړی ارزښت لري، خو له بده‌ مرغه چې تېرو حکومتونو یې ساتنې ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې او هر یو یې د له منځه تلو له خطر سره مخ دی.»

هغه د غزنین تاریخي کلا، بالاحصار، منارې، د شریف خان ماڼۍ، د پخواني ښار جامع جومات، برګټ کلا، د حضرت ترک قبر، نی کلا، خواجه ملکیار پرنده مقبره، بېګم څلی، د ملا مشک‌عالم مقبره، د شهاب‌الدین مقبره او نور د تاریخي سیمو په توګه یاد کړل او ویې ویل: «دا باید ویجاړ نه شي او د ساتنې لپاره یې اقدام وشي.»

دوی وایي، ځيني دغه تاریخي ځایونه د اسلامي امارت له لوري ورغول شول خو ځیني یې لا هم بیارغونې ته اړتیا لري.

ورته مهال، په غزني کې یوه فرهنګي فعال محمداصف حنیفي هم تاریخي ابدات او اثار د هرې خاورې تاریخي او فرهنګي میراث بولي او وايي، کلتوري میراثونه چې هر څومره پیاوړې وي، په هماغه اندازه د یوه ملت اوږده تاریخي او تمدني مخینه څرګندوي.

د نوموړي په خبره، د تاریخي ابدو ساتنه یوه مهمه او اړینه موضوع ده او باید په دې برخه کې عملي  اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه: «دا زموږ تاریخ او زموږ هویت دی، موږ چې څوک پېژني، د همدې تاریخي ابدو او لرغونو سیمو له مخي مو پېژني؛ ځکه هغوی پر دې پوهېږي چې په دې تاریخي سیمو کې څوک اوسېدل او څه یې کول، دا که له ‌منځه ولاړې شي، موږ هيڅ یو او هر څه به مو له لاسه ورکړي وي.»

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمید‌الله نثار پژواک ته وویل: «په تېر کال کې یې یو شمېر زیانمنې تاریخي ابدې چې په تېرو کلونو کې د طبیعي افتونو او جګړو له امله زیانمني شوې وې، ترمیم شوې، یو شمېر یې لا هم له جدي ګواښ سره مخ دي چې له ډلې یې د غزنین کلا، تاریخي برجونه، محمدشریف خان ماڼۍ، قلعت غزنین مسجد، بېګم ګنبد، د ملا مشک‌علم زیارت او نورې تاریخي ابدې د یادولو وړ دي.»

هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې څو ځلې له وزارت سره هم اړیکه نیولې چې د غزني هغه تاریخي ابدې دې ورغول شي چې د تخریبېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه له نړۍوالو فرهنګي سازمانونو هم غوښتنه وکړه چې د تاريخي ابدو خوندیتوب لپاره ورسره همکاري وکړي.

بلخوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ چارو معین مولوي عتیق‌الله عزیزي غزني ته په وروستي سفر کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې وویل، دمکړۍ د هېواد په کچه په یو شمېر ولایتونو کې په لسګونو تاریخي ابدو د بیارغوني چارې روانې دي.

هغه زیاته کړې وه، غزني یې هم له یاده نه دی وتلی او هڅه کوي‎ چې په راتلونکي کې د غزني هغه تاریخي ابدې بیاورغوي چې په سم وضعیت کې نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.