فراه (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د نږدې ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د اداري ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه د والي ویاند مولوي عبدالمالک اسامه په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو جوړ شوي وو وویل چې یاده اداري ودانۍ د ولایت مقام له لوري د ۲۴ میلیون او ۸۸۹ زره او ۷۱۲ افغانیو په لګښت جوړېږي.
د اسامه په وینا، یاده ودانۍ چې په درېیو پوړونو کې جوړېږي، ۳۵ اداري خونې او د غونډو سالون به ولري، دغهراز د جوړېدو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
دغهراز، ځايي اوسېدونکو د یادې پروژې د چارو پیلېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دغه ولسوالۍ د تېرو جګړو له امله له ښوونیزو، روغتیايي، حکومتي او نورو خدمتونو بېبرخې پاتې شوې ده.
یوه ځايي اوسېدونکي حاجي شیخاحمد وویل چې د ورته پروژو په پلې کېدو سره د خلکو هیلهمندي د ولسوالۍ پر وړاندې د حکومت د پاملرنې په اړه ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP