Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر د وتلو څلور کاله پوره شول

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر د وتلو ورځ دا ثابتوي چې د افغانستان خاوره څوک نه شي تسخیرولای او د هر اشغالګر برخلیک به شرمېدلې ماته وي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ؛ دغه هېواد او ورسره ناټو ځواکونو شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو وروسته یې له اسلامي امارت سره په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې تړون لاسلیک شو او له مخې یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. د امریکا وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۱مه) د کابل له هوایي ډګره ووت.

د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلپ کې ویلي: «د سنبلې نهمه د افغانستان په تاریخ کې یوه ویاړلې او خورا مهمه تاريخي ورځ ده؛ دا ورځ د یو بل بهرني یرغل پر وړاندې د افغانستان د مجاهد ولس د شل کاله جهاد او قربانیو هغه ملموسه نتیجه ده چې په ترڅ کې یې امریکا او ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه ووتل.»

دی وایي، دغه ورځ ثابتوي چې د افغانستان خاوره او خلک «نه تسخیرېدونکې دي» او افغانان د ازادۍ لپاره تر خپل سر او مال تېر دي.

فطرت زیاتوي: «دا هم ثابته شوې چې هر اشغالګر چې په څومره زور او په عصري جنګي وسایلو سمبال زموږ پر هېواد یرغل راوړی، د افغانستان د مجاهدو خلکو له سخت مقاومت او جهاد سره مخ شوی او بالاخره د دوی زور، امکانات او ټکنالوجي د ایمان د قوت پر وړاندې شکست خوړلی.»

هغه وایي، داسې ورځې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته دا پيغام ورکوي چې ترڅو افغانان متحد وي او د هېواد د ازادۍ لپاره همداسې قربانیو ته تیار وي، د هر اشغالګر برخلیک به یوازې د هغوی شرمېدلې ماته وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.