Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په ګډون نهو نورو هیوادونو هم د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

کابل (پژواک، ۱۰ وږی۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو، برېټانیا، روسیې، مصر، متحده عربي اماراتو، بنګله‌دیش، قطر، سوریې او سعوديعربستان هم د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څهباندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، هغه ویلي چې د ټپیانو لېږدولو او زیانمن شوو ته د مرستې رسولو اقدامات ترسره شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او منځنۍ آسیا د چارو دفتر د تېرې شپې د مرګوني زلزلې له امله له افغان ولس سره خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارد لېنډزي هم ویلي، برېټانیا په سیمه کې د خپلو بشري مرستندویه شریکانو له لارې اغېزمنو سره مرسته کوي.

هغه د تېرې شپې د زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بنګله دیش بهرنیو چارو وزارت هم پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت ویلي پر یاده پېښه خواشینې ښودلې او د زلزله‌ځپلو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د مصر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي، د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

اخوا الازهر شریف هم په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې له افغان ولس سره په دغه غمیزه کې اوږه په اوږه ولاړ دي.

د سوریې بهرنیو چارو او کډوالو وزارت په کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې د زورورې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني څرګنده کړې او خواخوږي یې ښودلې ده.

اعلامیه کې راغلي چې د سوریې حکومت، اسلامي امارت،  مشرتابه، ولس او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف هم پر یاده پېښه خواشیني ښودلۍ او ویلي یې دي چې هېواد به یې د زلزله‌ځپلو سره د مرستۍ په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي.

دغه راز قطر او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارتونو هم هم د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبله خواشیني ښودلې او دافغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم تر دې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشینې څرګنده کړې وه او ویليیې و چې د دوی ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره سیمې ته استول شوي دي؛ دغه راز جاپان، ترکیې، هند، پاکستان او ایران  هم د دې مرګونې پېښې له زیانمن شوو سرهخواخوږي څرګنده کړې وه.

د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګ‌ژوبله او زیانونه اړولي وو.

هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وهاو ډېر زیانونه د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.