کندهار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کونړ د زلزلهځپلو لپاره د وینېورکولو او نقدي مرستو را ټولولو کمپاین پیل شو.
دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانوڅهباندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، هغه ویلي چې د ټپیانو لېږدولو او زیانمن شوو ته د مرستې رسولو اقدامات ترسره شوي او دغه لړۍ اوس همروانه ده.
نن د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د ځوانانو امریت له خوا د کونړ د زلزلهځپلو لپاره د وینې ورکولو او نقدي مرستو راټولولو کمپاین پیل شو.
په دغه کمپاین کې تر درې سوه ډېر ځوانان د وینې ورکولو برخهوالو شول چې ۱۶۰ زره سي سي وینه راټوله شوه او ګڼو کسانو مالي مرسته هم وکړه.
د کندهار د ځوانانو چارو امر مولوي حزبالله محمود پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ نن یوازې د وینې ورکولو کمپاین ترسره کړ څوژوبل شویو کسانو ته ژر تر ژره وینه ورسېږي. د نقدي مرستو کمپاین به دوام ولري څو د کونړ د زلزله ځپلو لپاره مالي مرسته هم راټوله اوورسېږي.»
هغه له کندهاریانو وغوښتل چې د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې پاتې نه شي.
ده زیاته کړه: «زه د کندهار پر ټولو اوسېدونکو غږ کوم چې د خپلو وروڼو ترڅنګ ودرېږي. په دې ډول سختو حالاتو کې ملي یووالی او همدردي خورا مهمه ده.»
د کندهار اوسېدونکي چې وینه یې ورکړې او نغدي مرسته یې کړې، وایي چې په دې سخت حالت کې باید ټول هېوادوال د کونړ د زلزلهځپلو تر څنګ ودریږي او هر ډول مرسته چې یې په وسه وي، ترسره کړي.
د کمپاین برخهوال خالد احمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ وینه ورکړه ځکه چې هلته زموږ هېوادوال زخمي دي او اړتیا ورته لري. هر افغان باید د خپل وس سره سم مرسته وکړي. زموږ هېوادوال نن په بد حالت کې دي؛ که نن دا حالت پر دوی دی، شاید سبا پر موږوي.»
بل ګډونوال سیفالله وویل: «ما د نقدي مرستې ترڅنګ وینه هم ورکړه. دا زموږ د اسلامي او انساني وجېبه ده چې د مصیبتځپلو ترڅنګودرېږو.»
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ چې د مرستو ټولې شوې مالي مرسته به د شفاف میکانیزم له لارې د کونړ زلزله ځپلو ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP