کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د چاپېریالساتنې ادارې مشر د ښکاري مرغانو د ساتنې او روزنې په تړاو د شاهین د ساتنې په درېیم نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې رییس مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته په سفر ولاړ، څو د ښکارکوونکو مرغانو د ساتنې او روزنې په تړاو د شاهین د ساتنې په درېیم نړۍوال فورم کې برخه واخلي.
خبرپاڼه کې راغلي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته په یاد نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نړۍوال فورم د سپټمبر له ٣مې تر ٦مې پورې د روسیې د ولادیوستوک ښار د فار ایسټرن فدرال پوهنتون کې ترسره کېږي.
یادې ادارې لیکلي، یاد فورم د روسیې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ په ٢٠٢٣ کال کې د نادرو مرغانو د ساتنې او د ښکاري مارغانو د نسل ورکېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.
په دغه نړۍوال فورم کې د ګڼو هېوادونو د چاپېریالساتنې ادارو استازي، د طبیعت ساتنې نړۍوالې اتحادیې غړي، د څېړنیزو مرکزونو متخصصین او د ایکو- توریزم فعالان ګډون لري.
د فورم د اجنډا مهم ټکي د نادرو ښکاري مرغانو د ساتنې لارې چارې، د طبیعي نفوس د بیا احیا اغېزناکې طریقې، د روزنې او بیارغاونې مرکزونو د تجربو شریکول، د غیرقانوني ښکار د مخنیوي تدابیرو، د نوې ټیکنالوجۍ کارونه او د عامه پوهاوي لوړول دي.
یادې ادارې لیکلي، سږ کال به په دې غونډه کې د «شاهین مرغانو نړۍوال لیلام» هم ترسره شي او عواید به یې د شاهین کورنۍ د بیاراژوندۍ کولو او د ساتنې مرکزونو، علمي څېړنو او اکولوژیکي ګرځندوی د پراختیا لپاره ځانګړي شي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې لیکلي، افغان پلاوی به په غونډه کې د افغانستان د نادرو مرغانو د اوسني وضعیت، د هغوی د خوندیتوب لپاره د دولت او اړوندو ادارو د تدابیرو او راتلونکو عملي پروګرامونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي.
سرچينې زیاته کړې، د پلاوي ګډون به دا زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو ګټه واخلي، په ځانګړې توګه د شاهین ساتنې او د هغو د روزنې فرهنګ ته به لا نور پام وکړي.
باید وویل شي چې د تېرو دوو فورمونو په پایله کې د روسیې، چین، قرغیزستان، قزاقستان، منګولیا، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر ترمنځ د «سپین شاهین» د نسل د ساتنې په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک شوې وه.
شاهین د افغانستان د طبیعي شتمنیو له مهمو سمبولونو دی او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري، له همدې امله د افغانستان د پلاوي ګډون په دې نړۍواله غونډه کې د هېواد لپاره یو مهم ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام ګڼل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP