Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له اماراتو سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د خپلې دویمې لوبې په موخه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

سرچینې لیکلي چې د افغانستان او اماراتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به په دغو درې اړخیزو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د سپټمبر په دویمه له پاکستان سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.