Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن شپه ۸:۰۰ بجې په تاجکستان کې پیلېږي.

په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ایران سره ترسره کړه چې درې پر یو یې ماته وخوړه.

په دې لوبه کې د افغانستان له لوري یوازېنی ګُل امېد موسوي ترسره کړی و.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له لوبډلو سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.