کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د تېرې شپې زلزلې له امله غمشریکي کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ته یې زر خېمې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي سپارلي دي.
دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، پېښې ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې کمېته جوړه شوې او د اوس لپاره سل میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات دوام لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل هندي سیال ډاکټر جيشنکر سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینه لیکي چې جيشنکر د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړې او «همدا ډول يې د عاجلو بشري مرستو چې په کې زر خېمې او ١٥ ټنه غذايي مواد شامل دي، اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.»
دغه راز، د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به يې د دوا او خوراکي توکو برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیاله د غمشریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي له امله مننه کړې او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP