کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له دې وروسته د تېلو، ګاز او نورو نفتي توکو واردات يوازې د نافذه نورمونو او سټنډرډونو پر بنسټ جواز لري او هغه سوداګر چې سرغړونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په يوه اعلامیه کې ويلي چې د تېلو، ګاز او روغنیاتو د وارداتو برخه کې نوي ستنډرډونه د ملي معیارونو، اقليمي شرايطو او تقاضا له په پام کې نیولو سره د ملي ستنډرډ ادارې له لوري د بېکیفیته تېلو مخنیوي ځانګړې او د نفتي توکو د ستنډرډونو د تخنيکي کمېټو په همکارۍ جوړ شوي او له هر اړخیزې تخنیکي ارزونې وروسته د سټنډرډ عالي شورا له خوا تصويب او د اسلامي امارت د مشر په حکم رسماً نافذ او اړوندو ادارو ته یې د پلي کولو سپارښتنه شوې ده.
سرچينه وايي، هېواد ته د کيفيتلرونکو نفتي توکو د وارداتو، د خلکو روغتيا خونديتوب، د چاپېريال ساتنې او له بېکیفیته مايع ګاز او نفتي توکو د مخنیوي لپاره د نافذه سټنډرډونو بشپړ رعایت لازمي دی.
وزارت زياتوي: «له دې وروسته د تېلو، ګاز او نورو نفتي توکو واردات يوازې د نافذه نورمونو او ستنډرډونو پر بنسټ جواز لري او هر ډول سرغړونه به د مسوولو ادارو له لوري په جدي، بېطرفه او اصولي ډول وڅېړل شي او قانوني تعقيب به یې وشي.»
خبرپاڼه کې ويل شوي، هغه سوداګر چې پخوا يې د بېکیفیته نفتي توکو او مايع ګاز واردولو هڅې کړې، له ناسمو، بېاساسه او غولوونکو تبليغاتو دې ډډه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز زياته کړې، ټول سوداګر او پلورونکي مکلف دي چې د نرخونو د تعادل په ساتنه کې همکاري وکړي او د ناموجه او خپلسرو بیو له ټاکلو دې په کلکه ډډه وکړي او که سرغړونه وکړي، د شريعت او نافذه اصولو له مخې به جدي چلند ورسره وشي.
سرچينې ویلي: «د بېکیفیته تېلو د مخنیوي ځانګړې کمېټه د سوداګرو او نفتي توکو واردوونکو شرکتونو اصولي غوښتنو او شکايتونو ته د رسېدو لپاره چمتو ده.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پای کې ويلي، اسلامي امارت ژمن دی چې د نافذه ستنډرډونو د ښه، چټک او دقيق تطبيق لپاره په ټول هېواد کې هر اړخیزه او دوامداره څارنه وکړي او دا خپل اساسي او بېړنی لومړيتوب وبولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP