کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د ځینو نورو ټاکنو ترڅنګ د لغمان مخکنی والي شیخ شېراحمد حقاني د اطلاعات او فرهنګ د وزیر په توګه او د اطلاعات او فرهنګ مخکنی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدانوردګو د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د مشرتابه د حکم له مخې ځینې نوې ټاکنې شوې دي.
هغه لیکلي چې د لغمان ولایت مخکنی والي شیخ شېراحمد حقاني د اطلاعات او فرهنګ وزارت د وزیر او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدانوردګو ولایت د والي، د میدانوردګو مخکنی والي قاري محمدبختیار معاذ د لغمان ولایت د والي، د مرکزي قولاردو مخکنی مرستیال ملا محمدحافظ مجاهد د فراه ولایت د والي او د فراه ولایت مخکنی والي مولوي غوثالدین رهبر د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د ۲۰۵ البدر قولاردو د دويمې پلې لوا مخکنی قوماندان قاري محمدنسیم عزت د جوزجان ولایت د مرستیال، د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې مخکنی امر حاجي شېرعلي جندﷲ د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان، د ۲۰۹ الفتح قولاردو د لومړۍ پلې لوا مخکنی قوماندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دويمې پلې لوا د قوماندان، د جوزجان ولایت مخکنی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قولاردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندان او د پکتیا مخکنی امنیه قوماندان مولوي محمدعمر مخلص د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP