Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزارشریف – دره صوف سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي چې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت د بلخ له مرکز مزارشریف څخه د سمنګان ولایت دره صوف ته د غځېدلي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د مزارشریف – دره صوف سړک ۵۶.۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې په بیارغونه یې ۱۵۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د ټولګټو وزارت ویاند دغه‌راز لیکلي چې په یاده پروژه کې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د ترمیم او بیارغونې کارونه هم شامل دي چې د یوه کال په موده کې به بشپړ شي.

حق‌شناس وايي چې د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره به د خلکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنیزو او سوداګریزو توکو په چټک او خوندي انتقال کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.