ابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیسو د بامیان په مرکز کې «د وسلهوالو غلو یو مشر» له یو میلیون او ۸۰ زره غلا کړو افغانیو سره نیولی دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه کس د پلټونکو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د وسلهوالو غلو یادې ډلې څه موده مخکې په بامیان ولایت کې درې میلیونه افغانۍ غلا کړې وې.
یاد وزارت لیکي چې د نیول شوي کس د نورو جرمي شریکانو او پاتې پیسو موندلو په موخه د پولیسو څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP