Language

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن بیا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته کېږي

کابل (پژواک، ۱۱ سنبله ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ خپله درېیمه لوبه نن د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.

دغه لوبه چې په یاده لوبلړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه ده، د افغانستان پر وخت نن ماښام اووه نیمې بجې د متحده عربي امارات په شارجه لوبغاړي کې پیلېږي.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او تېره شپه افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ۳۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د یادولو ده، دغه شل‌اوریزه درې اړخیزه لوبلړۍ به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې وږي میاشتې تر ۱۶مې دوام وکړي.