Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې سوداګر: حکومت دې د ممیزو صادراتو ته زمینه برابره کړي

کندهار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۲۰۵ زره ټنه اټکل شوي چې د هغو نیمایي پر ممیزو بدلېږي، بلخوا سوداګر بیا له حکومت او سوداګرۍ خونې غوښتنه کوي چې دغو ممیزو ته نړۍوال بازار پیدا کړي.

کندهار کې پر څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې ځیني حاصلاتو ته رسېدلي او ځیني نوي جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو متخصص ایمل حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د دغه ولایت په ارغنداب، دامان، ډنډ، شاولیکوټ، خاکرېز، پنجوايي، ژېړۍ، معروف او میانشین ولسوالیو کې د انګورو باغونو ښه حاصل ورکړی او ورسره ممیز هم ډېر شوي او ښه کیفیت لري.

هغه زیاته کړه، سږ کال د اټکل له مخې په کندهار کې د انګورو حاصلات ۲۰۵ زره ټنو ته رسېږي چې له دې څخه پنځوس سلنه يې وچېږي او ممیز ترې جوړېږي.

د نوموړي په خبره چې تېر کال په دغه ولایت کې ۱۹۵ زره ټنه انګور راټول شوي وو، خو له دې امله چې افت وهلي وو، ښه کیفیت یې نه درلود.

حکیمي وویل چې سږ کال د انګورو باغونو ښه حاصلات ورکړي چې ورسره د ممیزو حاصلات هم ډېر شوي او ښه کیفیت لري.

سوداګر بیا دغو ممیزو ته د نړۍوال بازار پیدا کېدو غوښتنه کوي.

په کندهار کې د ممیزو یوه سوداګر ګران‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس‌مهال یو کیلوګرام ښه ممیز له دوه تر دوه‌نیم سوه افغانۍ بیه لري خو تمه ده چې دا بیه نوره هم لوړه شي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال زموږ کشمش ډېر ښه دي، اوس یې لا بیه نه ده لوړه، خو کېدای شي وروسته چې کشمش ټول شي، بیه یې نوره هم لوړه شي؛ ځکه سږ کال د کشمشو کیفیت ډېر ښه دی.»

د ممیزو یو بل سوداګر محمد داوود په دې اړه وایي: «زموږ کشمش خو ډېر دي، د کندهار تقریباً نیم انګور پر کشمشو بدلېږي، نو دا چې بهر ته صادر نه شي، دلته یې پر بیه خاص اغېز نه کوي، نو موږ تمه لرو چې زموږ کشمشو ته نړۍوال بازار پيدا شي، څو په ښه بیه خرڅ شي؛ ځکه زموږ کشمش د خوند له اړخه ډېر خوندور دي.»

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په صالحانو سیمه کې د یوې ممیزخونې کارکوونکی محمدالله هم وایي: «سږ کال انګور ښه وو، نو کشمش هم ښه دي، اوس د کشمشو پیل دی، نو بیه یې ښکته ده، تمه لرو چې وروسته یې بیه ښه شي.»

په کندهار کې د ممیزو سوداګر له حکومته او اړوندو ادارو غواړي چې د دې مهمې مېوې لپاره نړۍوال بازارونه پیدا کړي، څو دوی وتوانېږي خپل حاصلات په ښه بیه وپلوري او له دې لارې د بزګرانو او سوداګرو اقتصادي وضعیت ښه شي.

د هغوی په وینا، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د ښه کیفیت ممیز تولیدوي او که نړۍوالو بازارونو ته د صادراتو زمینه برابره شي، کولای شي د پام وړ عواید ترلاسه کړي.

د ممیزو یوه سوداګر عبدالصمد په دې اړه وایي: «موږ په ډېر ښه کیفیت او بسته‌بندي ممیز بهر ته صادرولای شو، خو بهر ته د صادرېدو لار باید حکومت او د سوداګرۍ خونه په ګډه برابره کړي؛ ځکه هغه کار زموږ تر وسه لوړ دی.»

بل لور ته د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا د صادراتو ځنډېدو علت د هند او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې ګڼي او وايي، هڅه کوي چې د همدې لارې د ستونزو پر حل خبرې وکړي او یا هم بدیلې لارې پيدا کړي.

هغه وویل: «دا چې د ممیزو په صادراتو کې ځنډ راغلی، لامل یې د هند او پاکستان ستونزه ده چې لا هم د افغانستان د وچې مېوې صادرات له همدې لارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي، خو موږ هڅه کوو چې له حکومت سره په همغږۍ له ایران او یا نورو بدیلو لارو ممیز او نورې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوو.»

د کندهار سوداګر او بڼوال وایي، که صادراتو ته زمینه برابره شي، نه یوازې به د ممیزو بیې لوړې شي، بلکې د هېواد د اقتصاد لپاره به هم یو ستر فرصت وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.