کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): په کابل کې یو شمېر هغه ښځې چې د مرخېړیو د تولید فارمونه لري وايي، د دې لپاره چې دغه کاروبار یې وده وکړي، سړې خونې دې ورته جوړې شي.
درې کاله مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) په مالي مرسته د کابل په چهاراسیاب او دارالامان سیمو کې ۲۵ ښځو ته د مرخېړیو پاللو روزنه ورکړل شوې دي. اوس له دغو مېرمنو هر یوه په خپلو کورونو کې د مرخېړیو د تولید په چارو بوختې دي او د کورنیو په اقتصاد کې پوره ونډه اخلي.
برېشنا طاهري چې د کابل د دارالامان سیمې اوسېدونکې او د «صدفي» په نوم د مرخېړیو روزنې فارم لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه فارم له جوړېدو مخکې یې د کور اقتصادي وضعیت ښه نه و؛ ځکه خاوند یې وزګار و.
نوموړې په چهاراسیاب کې د خپل خاوند په مرسته د کور په تلخونه مرخېړي کري. هغه وایي چې رسېدلي مرخېړي بستهبندي کوي او بیا یې هغې سړې خونې ته چې خپله یې د دارالامان په ساحه کې جوړه کړې، وړي او له هماغه ځایه یې د کابل پر دوکاندارانو پلوري.
د هغې په وینا، د مرخېړیو کرنه او پالنه یې په یوه درې میاشتني روزنیز پروګرام کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري جوړ شوی و، زده کړي او د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته خام مواد هم ووېشل شول.
هغې زیاته کړه: «په دغه روزنیز پروګرام کې موږ ته د موادو له چمتو کولو نیولې تر کرنې او ټولولو پورې د مرخېړیو د روزنې ټول پړاوونه په مسلکي او فني ډول وښودل شول.»
مېرمن طاهري چې له خپل کاروبار او عایدو راضي ده وایي، دې او نورو ښځو چې د مرخېړیو روزنه یې زده کړې، هره میاشت تر ۱۸ زره افغانۍ عاید لري.
د هغې د معلوماتو له مخې، د دغه فارم یو کیلو مرخېړي په کابل ښار کې په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دغهراز، د سامعې جباري په نوم یوه بله مېرمن چې د مرخېړیو په کرلو او تولید بوخته ده وایي: «مرخېړي په داسې یوه چاپېریال کې وده کوي چې بشپړ پاک او ضدعفوني وي.»
د هغې په وینا، په فارم کې کارېدونکي بوس لومړی مینځل کېږي او بیا په ټاکل شوي حرارت کې اېشول کېږي، وروسته دغه بوس په پاکو پلاستیکونو کې اچول کېږي او له ټاکلې اندازې چونې او سبوسو سره چې د مرخېړیو د ودې لپاره قوي مواد دي، ګډېږي. مرخېړي له شاوخوا څلوېښت ورځو وروسته په دغو کڅوړو کې وده کوي، د حاصلاتو له رسېدو وروسته بستهبندي او د پلور لپاره چمتو کېږي.
هغې له خلکو وغوښتل چې له کورني تولیداتو استفاده وکړي او زیاته یې کړه: «موږ مېرمنې له میکروب پاک مرخېړي تولیدوو او بازار ته یې وړاندې کوو او ډېری تولیدات مو په کابل کې پلورل کېږي.»
نوموړې له ملي او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د ښځو لپاره د مرخېړیو روزنې پروګرامونو ته پراختیا ورکړي او زیاته یې کړه: «د مرخېړیو روزنه د هغو ښځو لپاره د عاید ښه سرچینه ده چې وزګارې دي او مناسب اقتصادي وضعیت نه لري.»
دغهراز، د مرخېړیو یوه بله فارملرونکې صاحبه سادات وایي، خوشحاله ده چې د مرخېړیو روزنې په پروګرام کې شامله شوې او روزنه یې ترلاسه کړې او اوس د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې مثبت رول لوبوي.
هغه هم له ملي او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د مرخېړیو له فارملرونکو ښځو ملاتړ وکړي.
هغه وايي: «زموږ یوه ستونزه د سړو خونو نشتوالی دی، که دغه ستونزه حل شي، زموږ تولید او پلور به پراخ شي، ان صادرات به هم ولرو.»
هغې زیاته کړه، اوس مهال یو کیلو وچ مرخېړي چې د درملو په توګه کارول کېږي، په بازار کې په ۵۰۰ افغانۍ پلوري. د هغې په وینا، وچ مرخېړي ان بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول هندوستان ته هم صادریږي.
کارپوهان: ملي او نړۍوال بنسټونه دې د افغان ښځو د پياوړتیا لپاره جامع او دوامدار پروګرامونه جوړ کړي
د ښځو د حقونو فعاله لمیا شېرزي د مرخېړیو روزنې برخه کې د یادو ښځو کار وستایه ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه باید پراخ شي.
هغې د کورنیو اقتصادي ستونزو ته په اشاره د ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره د جامع او دوامدارو پروګرامونه غوښتنه وکړه.
ورته مهال، اقتصادي کارپوه عیسی مبارز وایي: «هر اقدام چې په هېواد کې د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي، د افغانستان د اقتصادي ځانبساینې پر لور یو مثبت ګام دی.»
هغه ټینګار وکړ چې د ښځو لپاره د کرنې او مالدارۍ برخو کې د کوچنیو فارمونو جوړول کولای شي د کورنیو اقتصاد په پیاوړتیا او ملي اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «افغان مېرمنې د کرنې برخه کې له ښو تجربو برخمنې دي او د کاري زمینو برابرېدو په صورت کې دغه ښځې کولای شي د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
مسوولین: د کروندګرو د ستونزو هواري او د کرنې ودې لپاره هڅه کوو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي وايي چې په افغانستان کې ۷۰ تر ۷۵ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او ښځې هم په دې برخه کې د نارینهوو ترڅنګ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې فعاله ونډه لري.
هغه د مرخېړیو فارملرونکو ښځو کار ته په اشاره زیاته کړه: «ښځې د مرخېړیو کرلو، کورنیو باغچو جوړولو او نورو کرنیزو فعالیتونو کې د پام وړ رول لوبوي.»
حاتمي وویل، د کرنې وزارت د ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ ښځو ته تخصصي ټرینینګونه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې چې د دغو پروګرامونو موخه د ښځو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وده ده.
د هغه په وینا، یاد وزارت اوسمهال له ځینو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) او د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) سره همکاري لري او د کروندګرو د ستونزو حل او د کرنې ودې لپاره هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرینچارډ پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد سازمان زیانمنونکو، په ځانګړې توګه د کورنیو سرپرستو ښځو ته د مرستو کڅوړو په وړاندې کولو د تغذیې وضعیت په ښه کېدو او د کرنیزو تولیداتو د ملاتړ برخو کې هڅه کوي.
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «زموږ تمرکز د دوامدارو فرصتونو رامنځته کول او د محلي ټولنو پياوړتیا ده څو د اقتصادي او اقلیمي خنډونو پر وړاندې ډېر مقاومت ولري.»
د هغه په وینا، یاد بنسټ په وروستیو کلونو کې د کرنې، مالدارۍ، اصلاح شوو تخمونو په وېشلو او د څارویو د واکسین برخو کې ځینې پروژې پلې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP