Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات دوام لري

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې نن هم د ژغورنې عملیات دوام لري او په هغو سیمو کې چې چورلکې ناسته نه شي کولای، لسګونه کومانډو ځواکونه د هوا له لارې کښته شوي دي.

دغه زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده. زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو په ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان کې یې هم زیانونه اړولي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې، د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پېچ دره، وټه‌پور او اسعداباد ولسوالیو کې تر دې مهاله د شهيدانو مجموعي شمېر۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی دی. هغه وایي چې د تخريب شوو کورونو شمېر تر ۵۴۱۲ پورې رسېږي.

هغه نن له غرمې وروسته نږدې درې بجې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «نن ورځ هم په ټولو زيانمنو سيمو کې د ژغورنې عمليات جريان لري، هغو سيمو ته چېرته چې الوتکو ناسته نه شوای کولای، نن هلته لسګونه کومانډو ځواکونه د هوا له لارې کوز کړل شوي، څو په يادو سيمو کې زخميان له خاورو راوباسي او تر مساعد ځای پورې يې انتقال کړي.»

د هغه په وینا، په خاص کونړ ولسوالۍ کې کمپ هم جوړ شوی چې خدماتي او نورې کمېټې په‌کې مواد او عاجلي مرستې تنظيموي.

فطرت وایي چې د پېښې ځای ته نږدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي چي د ټپیانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او د پاتي کسانو ژغورلو چارې له نږدې اداره کوي.

د هغه د څرګندونو له مخې، مختلفو هېوادونو د خواخوږۍ پيغامونو ترڅنګ مرستې هم اعلان کړې چې يوه اندازه يې زلزله‌ځپلو ته د عاجلو مرستو کمېټې ته سپارل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.