Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د درېیو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښټ د درېیو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې.

دغه پروژې د غزني ښار د څلورمې او شپږمې ناحیو په قلعه شاده او توحیداباد سیمو کې پلې شوې چې د یو استنادي دېوال او دوو سړکونو رغولو چارې په‌کې شاملې دي.

د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د غزني ښاروالۍ سکټوري امر مولوي فضل‌احمد مدني وویل چې دغه پروژې د نړۍوال بانک له خوا د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت او د یونپس موسسې په تخنیکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، یادې پروژې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ورځې ۳۰۰ کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د سیمې یوه قومي مشر حاجي اسحاق پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو دي چې هره ورځ زرګونه خلک پرې تګ راتګ کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.