Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله نن له جاپان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي.

 د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلونو کم‌عمره ځوانانو فوټبال اسیا جام غوراوي سیالۍ نن پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړی لوبه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان او جاپان لوبډلو ترمنځ لوبه په میانمار هېواد کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازدیګر پنځه بجې پیل شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې برخه لري.

 د یادونې ده، افغانستان د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.