Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصاد وزیر له زلزله‌‌ځپلو سره د مرستو چټکولو په موخه د م.م ادارو له استازو سره ناسته کړې

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): د هېواد د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره په یوه ناسته کې د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام او په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

اقتصاد وزارت په یوې اعلامیه‌ کې ویلي، د دغه وزارت وزیر او د مرستو د جلب او جذب کمېټې مشر قاري دین‌محمد حنیف په یاده ناسته کې د وروستۍ زلزلې  زیانمنو ته د رسېدنې په موخه د ملګرو ملتونو د دفترونو له رییسانو سره د نړۍوالې ټولنې او مرستندویو ادارو د بشري مرستو چټکولو او همغږۍ په اړه خبرې کړي دي.

حنیف افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له مخکینیو همکاریو مننه کړې او د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام او له زلزله‌‌ځپلو سیمو سره د بېړنیو مرستو د چټکولوغوښتنه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشیر په ځینو سیمو کې د زلزلې د تلفاتو شمېر په چټکۍ سره ډېر شوی او درانه مالي زیانونه یې اړولي چې د ملګرو ملتونو د ادارو او مرستندویو بنسټونو د مرستو اړتیا ده.

هغه د ملګرو ملتونو له ادارو او له کورنیو او بهرنیو غیرامارتي مؤسسو یې غوښتنه کړې چې په بېړنۍ توګه د مرستو د جلب او جذب کمېټې سره په همغږۍ زیانمنو سیمو ته مرستې رسونې ته لومړیتوب ورکړي او د بېړنیو بشري مرستو په رسولو کې فعاله ونډه ولري.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ویلي و، د وروستۍ زلزلې په پایله کې د کونړ په مرکز او پنځو ولسوالیو کې تر اوسه د مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ کسانو ته رسېدلی او دغه‌راز ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.