کابل (پژواک، ۱۳وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د هند له لوبډلې سره ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تاجکستان کې پیلېږي.
په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه ایران او دویمه یې تاجکستان ته بایللې دي.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له لوبډلو سره لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP