کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
اسټرالیایي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان په ختیځ کې د «سخت بشري بحران» پر مهال له دغه هېواد سره یو میلیون ډالر مرسته کوي.
ّه راپور کې راغلي، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ او د نړۍوالې پراختیا وزیر ان الي نن د افغانستان ختیځ کي د زلزلې له زیانمنو سره د مرستې او ملاتړ اعلان کړی دی.
یادو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «موږ د دې مرګونې زلزلې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او اسټرالیا کې له افغان ټولنې سره خپله خواخوږي څرګندوو.»
ورته مهال، ایرلنډي رسنیو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د افغانستان ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۵۰۰ زره یورو (چې ۵۸۲ زره امریکایي کېږي) مرسته کوي.
د راپور له مخې، دغه مرسته به د نړۍوال سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون ته ورکړل شي څو له زلزلې ژوندي پاتې شوو ته بېړني خوراکي توکي، اوبه، روغتیایي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي.
په راپور کې راغلي: «حکومت به د یکشنبې ورځې له ویجاړوونکې زلزلې وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو هڅو د ملاتړ لپاره ۵۰۰ زره یورو ولېږي.»
د یادونې ده، یو شمېر نورو هېوادونو هم له زلزلهځپلو سره مرستې اعلان کړې دي.
یاده زلزله د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه چې د امریکا د جیولوجۍ ادارې یې شدت ۶ درجې ثبت کړی دی. دغې زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو د ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونه یې هم زیانمن کړي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د کونړ په زلزله کې تر اوسه ۱۴۵۷ کسان شهیدان، ۳۳۹۴ ټپیان او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي وو.
تر ټولو ډېر تلفات په کونړ کې ثبت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP