Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: زلزله کې د شهیدانو شمېر  ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د ا.ا مرستیال ویاند وایي، په زلزله‌ځپلو سيمو کې نن هم د ژغورنې عملیات روان و؛ د کونړ په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.

زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې، او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو ساحو کې تر دې دمه په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي چې له دې سره د ټولو شهيدانو شمېر ۲۲۰۵ ته او د زخميانو ۳۶۴۰ ته پورته شوی».

هغه زیاتوي، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په بېلابېلو سيمو کي خلکو ته خيمې وهل شوې او د لومړنيو او عاجلو مرستو لېږد په منظم ډول روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.