Language

جنوبي سالنګ کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

چاریکار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وايي، په سوېلي سالنګ کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او د موټر د چلوونکي په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون ماښام د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ په شنګول کلي کې یو کرولا موټر چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نجونې او موټرچلوونکی ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاد څلور کسان د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي دي چې ټپیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics