Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیه کې مېشت یوه افغان سوداګر له زلزله‌ځپلو سره د ۴۲.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په روسیه کې مېشت یوه افغان سوداګر د هېواد په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د ۴۲.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزله وشوه چې ډېره مرګ‌ژوبله او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د کونړ د دې زلزلې له امله تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵، د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو او ویجاړشوو کورونو شمېر۶۷۸۲ ته لوړ شوی دی خو کېدای دغه شمېرې لوړې شي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ دې ادارې په روسیه کې د مېشت یوه افغان سوداګر له لوري د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره ۴۲.۵ ټنه مرسته شوي خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دغو مرستو کې ۱۰۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۱۰۰۰ بورۍ ۱۲.۵کیلویي وریجې او ۱۰۰۰ بوتله ۵ لیټره غوړي شامل دي.

 له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د دغه ادارې د رییس له قوله لیکلي چې دغه توکي به له دقیقې سروې وروسته په شفافه او عادلانه توګه پر زلزله‌ځپلو وویشل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.