Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالۍ انګېزې ختمولو لپاره مو ستراتیژي جوړه کړې

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د کډوالو چارو وزیر د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې هېواد کې د کډوالۍ انګېزې د له منځه وړلو په موخه د یوې ستراتيژۍ د جوړېدو خبر ورکړی. اوتونبایوا هم ویلي چې م.م د کډوالۍ ستونزې د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې د ۳۲ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې، روزا اوتونبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې ویلي چې د کډوالو چارو وزارت په هېواد کې د کډوالۍ انګېزې د ختمولو په موخه یوه ستراتیژي چمتو کړې چې له تخنیکي ارزونې وروسته به پلې شي.

نوموړي دغه‌راز ویلي چې اسلامي امارت زلزله‌ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې ده او نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ ووېشي.

 روزا اوتونبایوا په دغه لیدنه کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغې دغه‌راز ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه نړۍوال قانع شوي دي او روانې هڅې دوام ولري، افغانستان به د سویلي او منځنۍ اسیا یو فعال هېواد وګرځي.

نوموړې دغه‌راز ویلي چې د افغانستان په تړاو به کره معلومات له نړۍوالو سره شریک کړي.

یاد وزارت لیکلي چې د ناستې پر دوام د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله‌ځپلو سیمو ته رسېدلې دي او د حالت له ارزولو وروسته به مرستې پیل کړي.

د یوناما مشرې دغه‌راز ویلی چې ملګري ملتونه د کډوالۍ ستونزې د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پلي کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.