Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سریلانکا کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سریلانکا ختیځ کي د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

 واشنګټن پوسټ نن په یوه راپور کې د سیمه‌ییزو پولیسو د ویاند فریډریک ووټلر له قوله لیکلي چې د سریلانکا په یوه غرنۍ سیمه کې یو مسافروړونکی بس له سړکه وتلی او یوې کندې ته لویدلی چې له امله یې ۱۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي چې دا پېښه تېره شپه د ویلاوایا ښار ته نږدي د پلازمینې کولمبو د ختیځ ته په ۲۸۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره غویي میاشت کې هم د سریلانکا کوټمال ښار ته نږدې د یوه مسافروړونکي بس د چپه‌ کېدو پېښه کې ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی  او ۱۴ نور ټپيان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.