Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او لغمان کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۳۱ کسان ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۳۱ کسان ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

تېره شپه شاوخوا لس بجې د ریښتر په کچه ۶.۵ درجې زلزله وشوه چې بېلابېل ولایتونه یې ولړزول.

د ننګرهار ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې زلزلې له امله د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ «مژګنډول»، «ستن» او «املې» کليو کې  د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا رياست د بېړنيو پېښو امبولانسونه او روغتيايي ټيم يادې ولسوالۍ ته رسېدلی او د يو شمېر برسيرنو ټپيانو درملنه يې همالته کړې ده.

خبرپاڼه کې په دغه ولایت کې د یادې زلزلې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه‌راز د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک افغان هم ویلي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله نهه کسان ټپیان شوي او ۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.

دې زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی دی.

د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت تېره ورځ ویلي و چې په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.