Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له اماراتو سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

سرچینې لیکلي چې د افغانستان او اماراتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې په درې اړخیزو سیالیو کې  درې لوبې ترسره کړې چې لومړی لوبه یې پاکستان ته وبایلله، په دویمه لوبه کې یې د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېیمه لوبه یې بیا له پاکستان سره ترسره کړه چې افغان لوبډلې یاده لوبه وګټله.

د یادونې ده، په درې اړخیزه سیالیو کې افغان لوبډلې د دوو لوبو په ګټلو سره او پاکستانی لوبډلې د درې لوبو په ګټلو سره  پای‌لوبې ته لار پيدا کړې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.