کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه د مرګژوبلې پېښه نه ده ثبت شوې خو په کونړ او ننګرهار کې یې مالي زیانونه اړولي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، پرون شپه په کابل، پروان، میدانوردکو، پنجشېر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې زلزله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زلزله په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې زوروره وه.
سرچینې زیاته کړې، یادې زلزلې د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو او د کنړ ولایت په درېیو ولسوالیو کې مالي زیانونه اړولي خو تر اوسه کوم ځانی زیان نه دی ثبت شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP