Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د درېیو پروژو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې او د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په بشپړو شوو پروژو کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د بېټکې چکډیم او ټرینجونو، د برملایانو کارېز د اوبو حوض، د شولګډ کاریز سربند او کانال جوړول شامل وو.

سرچينې لیکلي چې پر یادو درېیو پروژو ۱۵ میلیونه او ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانۍ لګښت راغلی او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، ‎د پکتیا ولایت په څمکنیو او لجه منګل ولسواليو کې د پل بنګښ او ډوډې هایدرولوژي سټيشنونو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۴ میلیونه او ۴۲۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزیر، ملا عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې ویلي، چې په راتلونکې کې به په هېواد کې د ۲۷ بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.