Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه په کندهار کې ۱۰۰ شنې خونې جوړوي

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د سلو شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یواېن‌ډي‌پي) له خوا د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې په ټول کې د ۱۲ میلیون او ۱۶۶ زره افغانیو په لګښت سل شنې خونې جوړېږي.

د نوموړي په خبره، دغه پروژې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو، د کوکنارو لپاره د معیشت بدیل برابرولو، د ژمي موسم کې د سبو تولید ته د ودې ورکولو او د بزګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه جوړېږي.

هغه وویل: «د سروې، نوم‌لیکنې او مستحقو بزګرانو د انتخاب پروسه بشپړه شوې ده؛ اوس به شنې خونې د کندهار ښار او د دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژېړۍ، خاکرېز، لوړ شاه‌ولیکوټ او کوز شاه‌ولیکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.»

د حقمل په وینا، هره شنه خونه به د اوبو پر یوه لویه زېرمه، سولري برېښنا، د اوبو ماشین او اوبو مدیریت پر منظم سیسټم سمبال وي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه بزګر عبدالصمد پژواک ته وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې دا ډول مرسته کېږي. له دې سره به موږ وکولای شو چې په ژمي کې هم سبزیجات تولید کړو او بازار ته یې وړاندې کړو.»

دغه راز، د همدې ولسوالۍ یو بل بزګر نعمت‌الله وایي چې شنې خونې د دوی د کرنې لپاره یوه نوې او اغېزناکه لاره ده.

هغه زیاته کړه: «دا د ښې او ګټورې کرنې یو پیل دی، موږ به کافي ګټه ترې واخلو، خو غوښتنه مو دا ده چې د اوبو د مهار برخه کې هم مرسته وشي؛ ځکه د ډېرو ولسوالیو کرنه اوس د اوبو د کمښت له امله زیانمنه شوې ده.»

د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د دې پروژې ترڅنګ د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ موسسې په تخنیکي همکارۍ، د نېښ او میوند ولسوالیو لپاره هم د لسو شنو خونو جوړولو سروې پیل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.