کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل کې د «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» کنفرانس د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو، د اسلامي امارت او د سیمې ځینو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړ شو.
مسوولینو د یاد کنفرانس جوړېدو موخې د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې د وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي کولو، په دغه سکټور کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د دوامداره جذب، د ستونزو پېژندنې، د مناسبو حللارو وړاندې کولو، د برېښنا سکټور کې د تخصصي پوهې لوړولو، د دولتي او خصوصي سکټور او نړۍوالو برېښنايي بنسټونو ګډ کار او همغږۍ او د برېښنا د سیمهییز اتصال لپاره د زمینې برابرول وبللې.
د یاد کنفرانس په ترڅ کې د برېښنا انرژۍ پېرلو څو قراردادونه، د همکارۍ او پانګونې هوکړهلیکونه، د هغو له ډلې د ۹۱۲۳ میګاواټ په ظرفیت د برېښنا د تولید او د زیربناوو جوړولو هوکړهلیکونه او دغهراز د ۲۸۴ میګاواټ برېښنا د تولید قراردادونه د برېښنا شرکت او کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ترمنځ لاسلیک شول.
دغهراز، د ۲۵۰ میلیون ډالر په پانګونې د اوزبېکستان او برېښنا شرکت ترمنځ د هغو پروژو چارې چې لاسلیک شوې وې، هم پیل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې په یاد کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل، افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخیرو درلودو له امله یو غني هېواد بلل کېږي.
هغه زیاته کړه، افغانستان د نورو زېرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا برخه کې ځان بسیاینې ته رسوي؛ بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ صادرولو جوګه کېدای شي.
ملا برادر دغه کنفرانس د افغانستان د برېښنا سکټور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د جذب، د برېښنا په سکټور کې د پانګونې موجودو فرصتونو معرفي کولو، په دغه سکټور کې د ننګونو څېړلو او د غوره حللارو وړاندې کولو او هر اړخیزو بحثونو برخه کې مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» کنفرانس کې وویل چې د نړۍ هېوادونه باید د پروژو پلې کېدو برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي څو د کارموندنې زمینه برابره او ځوانان پر کار بوخت شي.
هغه څرګنده کړه چې نننی کنفرانس افغانستان او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره مهم دی او دا فرصت له کلونو جګړو او ناامنیو وروسته د افغانستان لپاره یو غنیمت دی.
ورته مهال، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دې غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت د متوازن سیاست په پایله کې نن هېوادونه په افغانستان کې پانګونه کوي.
هغه زیاته کړه چې د روانو لویو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر، ټاپ او افغان ټرانس پلې کېدل د دې ښودنه کوي چې افغانستان د سیمې د وصل نقطه ده او اوس له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري.
د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر هم وویل چې د نړۍ پرمختګ په برېښنا پورې تړلی او هېوادونه هڅه کوي چې څنګه د معیاري سیسټم له لارې برېښنا تولید کړي.
هغه څرګنده کړه چې د دغه کنفرانس موخې پانګهوالو ته د پانګونې فرصتونو معرفي کول، د تخصصي تجربو تبادله، د څو اړخیزو همکاریو زمینه برابرول او همدارنګه د ستونزو پېژندل او د حللارو موندل دي.
هغه د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ د مشارکت زمینې برابرول هم د دغه کنفرانس له موخو وبلل او زیاته یې کړه چې افغانستان د انرژۍ له ډېرو سرچینو برخمن دی.
نوموړي زیاته کړه، اوس د هر وخت په پرتله د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او دروازې د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر مخ خلاصې دي څو د بریښنا د تولید، انتقال او د سبسټېشنونو د جوړولو په برخه کې کار وکړلای شي.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان تر اوسه په اقلیمي بدلونونو او د شین کوریزو ګازونو په تولید کې رول نه لري خو بیا هم له هغو اغېزمن دی.
عمر هم افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د پل په توګه یاد کړ.
بلخوا، د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر میرزاد محمدوف جرابیک وویل چې دا یوه لويه غونډه ده او هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د برېښنا د تولید برخه کې همکاري وکړي.
هغه څرګنده کړه چې انرژي د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د همکاریو لپاره بنسټیز رکن ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، له ۲۰۰۲ کال وروسته اوزبېکستان هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې د انرژۍ په سکټور کې مرسته کړې او د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د ګډو پروژو ملاتړ کوي.
نوموړي یادونه وکړه چې اوزبېکستان د افغانستان پر راتلونکي باور لري.
دغهراز، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر سپاروف اناګیلدي وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې پراخې اړیکې لري.
د یادونې ده، په نننۍ غونډه کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، د ازبکستان او ترکمنستان د انرژۍ وزیرانو، د ملګرو ملتونو د افغانستان استازو، د نړۍوال بانک، د اسیایي پرمختیايي بانک، د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام، د ځینو سفارتونو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسوولینو، غیردولتي ادارو او د نوې انرژۍ د ملاتړ بنسټونو هم ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP