Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تصوف او مذهب تر نومونو لاندې د ناوړه کړنو ترسره کولو په تور یوه ډله نیول شوې

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د تصوف له نومه د ناوړې استفادې او د غیرشرعي کړنو ترسره کولو په تور یوه ډله ونیول شوه.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نیول شوې ډلې به غیرشرعي کړنې، بدعتونه او خرافات د تصوف او مذهب تر نومونو لاندې ترسره کول.

هغه د له جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه ډله نیول شوې ده.

د سرچینې په خبره چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی، د معروفاتو اقامه او له ناوړه افکارو او باطلو عقایدو د خلکو د پاک ساتلو دنده پر غاړه لري.

نوموړي زیاته کړې، هر مومن مسلمان مکلف دی چې ځان او ټولنه له هغو کړنو او اعمالو وساتي چې د شریعت او د حنفي فقهې له اصولو سره په ټکر کې وي.

خیبر لیکلي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، ټول وګړي یې مسلمانان او د حنفي مذهب پیروان دي، هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د مذهب او تصوف له نامه څخه په ناوړه ګټې اخیستنې داسې کړنې ترسره کړي چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.