Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د غلا او قتل په تور یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده

پل‌علم (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «دولت کلا» سیمه کې د غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندان ملا اغاولي نوراني خبریالانو ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو تېره ورځ شپږ کسان چې په غلا او قتل تورن دي، نیولي دي.

هغه زیاته کړه، یادو کسانو په محمداغه ولسوالۍ کې د عبدالله په نوم له یوه کس څخه پنځوس زره افغانۍ وړې او هغه یې وژلی دی.

امنیه قوماندان وویل، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بلخوا، نیول شوو کسانو د رسنیو پر وړاندې هم خپل جرم ومانه.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم د لوګر پولیسو د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د غلاوو په تور درې کسان نیولي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.