Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله نن له کویټ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د کویټ پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه جاپان ته بایللې او ټاکل شوې چې نن په دغو سیالیو کې له کویټ سره دویمه لوبه ترسره کړي.

د افغانستان او کویټ لوبډلو ترمنځ لوبه په میانمار هېواد کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازدیګر پنځه بجې پیل شي.

د یادونې ده، افغانستان د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.