Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اوو ولایتونو په کچه د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او سپورټ ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د اوو ولایتونو په کچه د بوکسینګ دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوېل‌ختیځ زون د بوکسینګ لومړۍ دورې سیالۍ د غزني په کوربه‌توب د میدان‌وردګو، لوګر، بامیان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه چې یادې سیالۍ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په ۱۳مه د غزني د بدني روزنې او المپیک امریت اړوند فدراسیون په همغږۍ په دولتي جمنازیم کې د دوو ورځو لپاره پیل شوې وې او نن (شنبه) پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د غزني په ګډون د اوو ولایتونو ۱۴۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه او سیالۍ په درېیو سني کټګوریو (تنکي ځوانان، ځوانان او لويان) کې ترسره شوې.

د مجاهد په خبره چې دغه سیالۍ د بوکسینګ ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو او د ولایتونو په کچه د غوره لوبغاړو پېژندلو په مومه ترسره شوې.

د سیالیو لومړی مقام غزني، دویم خوست، درېیم میدان‌وردګ او څلورم او پنځم مقامونه په ترتیب سره لوګر او پکتیا ولایتونو ترلاسه کړل.

یوه ورزشکار احمدفیاض پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې د ولایتونو په کچه د لسګونو غوره ورزشکارانو ترمنځ د بوکسینګ دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. نوموړي ټینګار وکړ چې د بوکسینګ عمومي فدراسیون دې د غزني په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو لپاره ورته سیالیو جوړولو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د غزني بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د څلورو ولایتونو په کچه د فوټبال سیالۍ ترسره شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.