کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اداري مرستیال وايي، افغانستان غواړي د منځنۍ او سوېلې اسیا ترمنځ د وصل نقطه وي او نړۍ باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن (شنبې) په کابل کې د پانګونې د جذب لوی کنفرانس کې وویل چې د نړۍ هېوادونه باید د پروژو پلې کېدو برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي څو د کارموندنې زمینه برابره او ځوانان په کار بوخت شي.
هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
هغه څرګنده کړه چې نننی کنفرانس افغانستان او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره اړین دی او دغه فرصت افغانستان ته له کلونو جګړو او ناامنیو وروسته یو غنیمت دی.
حنفي زیاته کړه، د نشهيي توکو پر کښت او قاچاق بندیز او د کونډو او یتیمانو پالنه د اسلامي امارت د لاستهراوړنو یوه برخه ده.
هغه وویل، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې پراختیایي چارې په چټکۍ روانې دي او د اټکل له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا درې میلیونه کډوال په اجبار او خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي چې د اسلامي امارت له لوري یې مدیریت شوی دی.
حنفي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه مساعده ده او د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د څه باندې ۲۴ زره میګاواټه اوبیزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.
نوموړي څرګنده کړه، په افغانستان کې پنځه لویې ګازي حوزې دي چې له هغو ډېرې ګټې اخیستل کېدای شي او د مطالعاتو له مخې، افغانستان تر ۲۰۳۲ کال پورې ۶ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
حنفي زیاته کړه چې اوس مهال د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له داخلي سرچینو او د ایران، تاجکستان او ازبکستان له هېوادونو تأمینېږي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل، افغانستان متوازن سیاست لري او غواړي له ټولو ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې ولري.
هغه وویل، ټولو ګاونډیانو ته د اسلامي امارت پیغام دا دی چې د افغانستان په اړه اندېښنه ونه لري؛ اسلامي امارت غواړي له هغو سره سالمې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې ولري.
حنفي څرګنده کړه، هیڅوک اجازه نه لري د افغانستان له خاورې د ګاونډیو، سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو پر ضد کار واخلي او دا د اسلامي امارت پالیسي ده.
د نوموړي په خبره چې افغانستان غواړي د منځنۍ او سوېلې اسیا ترمنځ د وصل نقطه وي او د ټاپي، ټاپ او کاسا زر پروژې د دې بېلګې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP