Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسټيفان دوجاریک: اوچا د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي کړي

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټيفان دوجاریک وایي چې د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

یاده زلزله د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې وشوه چې ډېره مرګ‌ژوبله او زیان یې په کونړ کې واړول. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان دوجاریک په یوه خبري ناسته کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږي‌کوونکي ټام فلېچر له قوله ویلي چې یوازې له زلزلې څو ساعته وروسته د اوچا ګډو صندوقونو له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د بهیر د پیل لپاره ۱۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

دوجاریک ویلي: «فلېچر خبرداری ورکړی چې دا بسنه نه ‌کوي او ټینګار یې وکړ چې که اوس مرستې ټولې نه‌شي، ستونزې به ډېرې شي او نور ډېر کسان به ژوند له لاسه ورکړي.»

هغه دغه‌راز ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېړني توکي کونړ او ننګرهار ولایتونو ته لېږدولي چې په‌کې خېمې، کمپلې، لوښي، ګازي دیګونه، لمریز څراغونه او ترپالونه شامل دي، څو له ۵۶۰۰ کورنیو سره مرسته وشي.

دوجاریک زیاته کړې چې په افغانستان کې د کډوالو چارو ادارې زېرمې کمې شوې؛ ځکه له یوې مودې راهیسې هغو افغانانو ته یې هم مرستې رسولې چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه یا په جبري توګه ایستل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.