Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وزارتونو او امارتي ادارو د تړونونو قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د وزارتونو او امارتي ادارو د قراردادونو قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شوی چې له مخې یې، امارتي ادارې هغو شرکتونو ته چې د امارتي مسوولینو اړوند وي یا هغوی په‌کې سهیم وي، قراردادونه نه شي ورکولی.

عدلیې وزارت ویلي، د وزارتونو او امارتي ادارو د قراردادونو قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

سرچینې لیکلي، یاد قانون یوه مقدمه، دوه بابونه، څلور فصلونه او ۴۰ مادې لري چې د اجناسو او خدماتو د چمتو کولو او تدارک په موخه له شرکتونو سره د وزارتونو او امارتي ادارو د تړونونو ډولونه، بهیر، څرنګوالی او شرطونه، د اجارې اړوند اصول او نور مهم مسایل په‌کې راغلي دي.

عدلیې وزارت زیاته کړې، په دغه قانون کې په تړونونو کې د عامه شتمنیو پر خوندیتوب، په مناسبو بیو د کیفیت‌لرونکو توکو پر پېرلو او د قراردادونو د عقد برخه کې د باور وړ او مخلصو شرکتونو او سوداګرو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار شوی دی.

سرچینې دغه راز ویلي، امارتي ادارې له هغو شرکتونو سره چې په امارتي مسوولینو پورې اړه ولري یا هغه شرکتونه چې امارتي مسوولین په‌کې سهیم وي، قراردادونه نه شي ورکولی.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، په رسمي جریده کې د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو خپرولو په اړه د مشرتابه  فرمان هم خپور شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.