Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوه سړک جوړولو کار پیل شو

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني د والي ویاند، مولوي عزت الله سعیدي، د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه سړک ۳٫۲ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سورلري چې د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار له عمومي سړک څخه د مستوفي تر بازار پورې رسیږي او د شاوخوا ۳۷میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ او قیر شي.

د نوموړي په وینا، د لګښت پوره کول د ټولګټو چارو وزارت له ځانګړې بودیجې څخه کېږي.

سعیدي زیاته کړه چې د یاد سړک چارې به په دوه نیمو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ده وویل، په دې پروژه کې به هره ورځ سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د سیمې یو قومي مشر، موسی سعادت، پژواک ته وویل چې دغه سړک د خلکو لپاره ډېر مهم و، ځکه هره ورځ زرګونه کسان او دنورالمدارس فاروقي مدرسې زده‌کوونکي پرې تګ راتګ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.