Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمر: د برېښنا سکټور دې له سیاست سره نه تړل کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي ريیس وایي، نړۍوال بنسټونه باید د افغانستان د برېښنا سکټور کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او دغه برخه دې له سیاست سره نه تړل کېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي ريیس ډاکټر عبدالباري عمر نن د پانګونې جذب او د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس په دويمه ورځ خپله وینا کې وویل، نن به د کنفرانس پانګه‌والو ته تر ټولو مهم موضوعات چې د فرصتونو پېژندل او اړوند برخو کې د پانګونو اسانتیاوو پېژندل دي وړاندې شي، نو پانګه‌وال دې په ډاډه زړه په شفافو رامنځته شوو شرایطو کې پانګونې وکړي.

هغه زیاته کړه چې نړۍوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک او نور مرستندوی بنسټونه دې بېرته خپلې همکارۍ پیل کړي او نيمګړې پر ځای پرېښودل شوې پروژې دې بشپړې کړي؛ ځکه پر دوی افغانان دا حق لري چې ټولې نيمګړې پروژې ورته بشپړې شي.

ډاکټر عمر د خپلو خبرو په دوام وویل: «پر نړۍوال بانک، اروپايي اتحاديې او نړۍوالو مالي ملاتړکوونکو غږ کوم چې د افغانستان د برېښنا سکټور کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي، د برېښنا تأمين چې د نن عصر يو بشري مسووليت دی؛ نه ‌بايد سياسي شي.»

د هغه په وینا، له پوهې نيولې بیا تر روغتیا او نورو تولنیزو اړتیاوو، د ټولو برخو لپاره برېښنا یو اساسي او ضروري عنصر دی، نو باید په دې برخه کې نړۍوال همکاري وکړي.

د برېښنا شرکت عمومي ريیس وویل: «موږ پرته له بهرنیو همکاریو په خپل پیاوړي عزم چې د هېواد د ابادۍ لپاره یې لرو، پر ګڼو پروژو بیا کار پیل کړی، موږ ته له تېر څخه په کمو امکاناتو د داخلي تولید سرچينې په میراث راپاتې دي او له لسیزو وروسته مو په لومړي ځل بیا کار پرې پیل کړی دی.»

د هغه په خبره: «لرو پرتو سیمو ته موږ په ساحوي کچه د برېښنا تولید سرچينو جوړول په پلان کې لرو، د ولسوالیو په کچه به د برېښنا تولید سرچينې ایجاد کړو؛ ځکه هلته د اوبو او ګڼو نورو برخو کې سرچينې شته او موږ ټولو صنعت‌کارانو ته د بشپړې برېښنا رسونې ډاډ ورکوو، خو وخت غواړي؛ ځکه د اساسي زېربناوو رامنځته کولو ته اړتیا ده.»

هغه زیاتوي چې په هېواد کې د شبکې اساسي اصلاح یوه مهمه اړتیا ده او یوازې د سږ کال لپاره دې برخې ته له ۱۶۵ مېلیون ډالرو زیاته بودجه ځانګړې شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس پر ټولو پانګه‌والو غږ وکړ چې د برېښنا تولید، د شبکو د پراختیا او تجهیزاتو د تولید برخو کې دې پانګونې وکړي.

ډاکټر عمر وویل: «د هېواد شرايط له ګڼو اړخونو ښه‌والی پیدا کړی؛ امنيت او شفافيت تأمين دی، له پانګه‌والو غوښتنه لرم چې د افغانستان برېښنا انرژۍ په سکټور کې پانګونه وکړي او له دې لارې ګډو ګټو او برېښنا انرژۍ ثبات ته لاره هواره کړي.»

هغه زیاته کړه چې اوس هره ورځ په هېواد کې کې د ابادۍ زیري دي، شفافیت رامنځته شوی او نظام د هېواد جوړولو ته ژمن دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.