Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې یو شمېر بزګران: د انجې بیې د پام وړ ټيټېدو زیانمن کړي یو

ایبک (پژواک،۱۶ وږی ۱۴۰۴): سمنګان کې یو شمېر بزګران وايي چې سږ کال د انجې لپاره د مناسب بازار نشتوالي او د هغې د بیې د پام وړ ټیټوالي دوی زیانمن کړي او ټینګار کوي چې د حکومت او ملي سوداګرو د نه پاملرنې په صورت کې به د دوی څو کلن زحمتونه پر اوبو لاهو شي.

د دوی په خبره، د انجې یو کیلوګرام شيره چې مخکې کلونو کې به له ۲۵ تر ۳۰ زره افغانیو پلورل کېده، سږ کال یې بیه له درې تر څلور زره افغانیو راټیټه شوې ده.

سنمګان د انجې کروندګر فدامحمد د پژواک له خبریال سره خبرو کې وویل: «ټوله ورځ په خپلو ځمکو کې کار کوم، خو اوس مو حاصل بازار نه لري او زحمتونه مو ضایع کېږي.»

هغه وویل، مخکې کلونه به د سمنګان په بازارونو کې یوه کیلو انجه له ۲۵ تر ۳۰ زره افغانیو پلورل کېده، خو سږ کال دغه بیه درې تر څلور زره افغاینو ته راټیټه شوې او په خبره یې، دغه بیه د کروندګرو لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

هغه د سیمه‌ییزو مسوولینو او ملي سوداګرو غواړي چې د انجې د بیې لوړوالي زمینه برابره کړي څو دوی خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري.

د سمنګان د دره‌ صوف پایین ولسوالۍ اوسېدونکی تاشمردان چې له دوه کیلوګرامه انجې سره ایبک ښار ته راغلی وايي: «شپږ کاله کېږي چې انجه مې کرلې او د کورنۍ ټول لګښتونه له همدې لارې پوره کوم، په لومړیو کلونو کې مې یو کیلوګرام انجه تر ۳۵ زره افغانیو پلورله؛ خو اوس یې بیه ډېره ټیټه شوې ده.»

هغه څرګنده کړه چې مخکې کلونه خلکو د انجې بوټي له کرلو سره ډېره لېوالتیا درلوده؛ ځکه هم یې اصلي تخم ته لاسرسی و او هم یې د شیرې بیه لوړه وه.

سمنګان کې د انجې ځايي سوداګر شجاع‌الدین وویل: «سږ کال د انجې بیه ډېره ټیټه شوې او که همدا ډول دوام وکړي، هم کروندګرو او هم ځايي سوداګرو ته زیان رسېږي.» هغه له حکومته وغوښتل څو دغه محصول ته د بازارموندنې او نړۍوال بازار ته یې په رسولو کې پاملرنه وکړي.»

ورته مهال، د کرنیزو چارو پوهان پر دې باور دي چې که حکومت د ملي سوداګرو په همغږۍ له نړۍوالو شریکانو سره دغه کرنیز محصول ته د بازارموندنې په اړه خبرې ونه کړي او اساسي حل‌لاره ونه مومي نو دغه محصول به د بازار له څرخه ولوېږي.

د کرنیزو چارو کارپوه او د پوهنتون استاد وحید پارسا وویل چې د انجې کرنه له اقتصادي پلوه د کوکنارو یو ډېر ښه او اغېزناک بدیل ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې کرنه ډېره زیاته شوې ده.

هغه څرګنده کړه، افغانستان له سیاسي بدلون وروسته د صادراتو برخه کې له ستونزو سره مخ شو او نړۍ تر اوسه اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی چې دا هم یو لوی دلیل کېدای شي چې نړۍوال سوداګر د افغانستان د انجې صادراتو ته چندان پاملرنه ونه کړي.

د یاد کرنیز کارپوه په باور، حکومت او ملي سوداګر کولای شي چې د انجې د بیې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه که د ډونرانو، بهرنیو هېوادونو او نړۍوالو سوداګرو همکاري جذب شي، هم د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي او هم له کورنیو سوداګرو او کروندګرو څخه ملاتړ کېږي.

دغه‌راز، د سمنګان د صنايعو او کانونو خونې رییس عبدالخالق مبارز د دغه ولایت د کروندګرو او اوسېدونکو خبرې تاییدوي او وایي، د انجې د بیې د ټیټېډو یو لوی دلیل د ترانزیټ ستونزې، په ځانګړې توګه په تورخم کې کېدای شي.

هغه څرګنده کړه چې حکومت باید د دغه محصول د صادراتو برخه کې خپلې جدي هڅې وکړي.

دغه‌راز، د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین هم دغه محصول ته د بازارموندنې لپاره د هڅو خبره کوي.

د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبي بوټو د تنظیم مدیر نجیب خرم وویل، سره له دې چې د انجې بیه راټیټه شوې خو لا هم د ډېرو نورو بوټو په پرتله لوړه ده خو د تولید ډېروالی او د تقاضا کموالي کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه څرګنده کړه چې د کرنې ریاست رول یوازې د دغه بوټي په ترویج او کرنه کې دی، نه په بازارموندنه کې؛ خو که صادرات ډېر شي، د انجې بیه به هم لوړه شي.

هغه‌ دغه‌راز زیاته کړه: «که مسوول بنسټونه په دې برخه کې هڅې وکړي او صادرات زیات شي، د انجې بیه به په بازارونو کې یو ځل بیا لوړه شي.»

د یادونې ده، انجه د افغانستان له مهمو طبي او صادراتي بوټو ده چې په وروستۍ لسیزه کې یې کرنه زیاته شوې خو سږ کال د دغه محصول د بیې ډېر کمښت بزګران او سوداګر اندېښمن کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.