Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن پای‌لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو پای‌لوبه نن د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

سرچینې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پیل شوې وې چې افغانستان او پاکستان د درې – درې لوبو په ګټلو سره د دغو سیالیو پای‌لوبې ته لار ومونده.

د یادونې ده، له دغو سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې چې د سمپټمبر په نهمه د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب پیلېږي، ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.