فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او چهارصده ولسوالۍ کې د څه باندې ۶.۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې نوې جوړې شوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې ورسره ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د غور د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسولو دغه شبکې د ۶ میلیون ۵۷۸ زره او ۵۱۲ افغانیو په لګښت د دغه ریاست په همغږۍ د یونیسف او «اسلامي هوساینې» موسسې له لوري د چهارصدې ولسوالۍ په «نیيپټن» کلي او د فېروزکوه ښار په «خواجهغار» او «قطس» کلیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
غوثيزاده وايي چې د اوبو رسولو د دغو پروژو پلې کولو پر مهال یو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه چې په بشپړېدو سره یې ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
ځینې سیمهییز اوسېدونکي د اوبو رسولو د یادو پروژو پلي کېدو هرکلی کوي او وایي چې د اوبو رسولو د دغو شبکو په بشپړیدو سره د څښاک د پاکو اوبو ته په لاسرسي کې د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP