Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ شل‌اوریزه لوبلړۍ ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په نومبر میاشت کې نړۍواله شل‌اوریزه لوبلړۍ ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ په شل‌اوریزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې سیالۍ به د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۷مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ولري.

سرچینې لیکلي، د یادو سیالیو لومړی لوبه به د نومبر په ۱۷مه د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۹مه له سریلانکا سره، درېیمه لوبه به د نومبر په ۲۳مه له پاکستان او څلورمه به د همدې میاشتې په ۲۵مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو سیالیو پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۲۹مه د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په دغه راپور کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب‌خان له قوله لیکل شوي: «دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل‌اوریز نړۍوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی او زه هیله‌من چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي او هېوادوال به مو له یادو سیالیو خوند واخلي.»

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په راتلونکي اکټوبر کې د افغانستان په کوربه‌توب د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې درې شل‌اوریزې او درې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.